د جمهوري رياست ټاكنو احتمالي كانديد محمد حنيف اتمر له واقعي او ځواكمنې لويې جرګې په ملاتړ سره وايي، د سولې له مشورتي لويې جرګې بايد شخصي او سياسي ګټه پورته نه شي.
نوموړي نن په يوه خبري غونډه كې وويل، بايد د دې جرګې د مديريت، تركيب او اجنډا په تړاو له سياسي مشرانو او مدني ټولنې سره مشوره وشي.
ده په مشورتي جرګه كې د سولې پر بين الافغاني مذاكراتو او د رڼو او سراسري ټاكنو پر ترسره كولو پر بحث ټينګار وكړ.
د اتمر په وينا، د جمهوري رياست ټاكنو ډېرى احتمالي كانديدانو په ټاكنو كې د شخصي هدفونو لپاره له دولتي امكاناتو د ګټې اخيستنې د مخنيوي په خاطر يو اخلاقي طرزالعمل وړانديز كړى او جمهور رئيس دې ورته د يوه فرمان په ترڅ كې اجرايوي بڼه وركړي.
هغه همدارنګه وويل، په دولتي ادارو كې د حكومت د رقيبانو د تصفيې لړۍ پيل شوې او په وړاندې يې له قهريه قوې استفاده كېږي.
خو ارګ د اتمر د څرګندونو په غبرګون كې وايي، د ملي يووالي حكومت اصلاحاتو او د قانون تطبيق ته ژمن دى او دا د هېوادوالو غوښتنه هم ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ