د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان له پاکستان سره د ۲۰ ميليارد ډالرو پانګونې تړونونه لاسليک كړل.
نوموړى تېر ماښام اسلام اباد ته ورسېد او د پاكستاني چارواكو له تود هركلي سره مخ شو.
پاکستاني چارواکي هيله لري، چې د محمد بن سلمان سفر به وكولى شي د دغه هېواد اقتصادي وضعيت ښه کړي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان د پانګونې له كبله د سعودي عربستان له وليعهد نه مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يې پياوړې بللې دي.
ټاكل شوې محمد بن سلمان پاكستان ته د دوه ورځني سفر په مهال د دې هېواد له لومړي وزير عمران خان، لوى درستيز قمر جاوېد باجوه او جمهور رئيس عارف علوي سره جلا ليدنې ولري.
د يادولو ده، چې له تېلو ډک سعودي عربستان پر اوسنيو لاسليک شوو پروژو سربېره په دې وروستيو کې پاکستان ته له اقتصادي کړکېچ سره د مبارزې او د مالي زېرمو د کمښت مخنيوي لپاره شپږ ميليارد ډالره پور هم ورکړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


