ads

په پروان كې يو قاضي ترور شو

نامعلومو وسله والو د پروان د استيناف محكمې يو قاضي ترور كړى دى.

نویسنده: mayar
28 سلواغه 1397
په پروان كې يو قاضي ترور شو

نامعلومو وسله والو د پروان د استيناف محكمې يو قاضي ترور كړى دى.
د پروان د والي ويانده وحيده شهكار وايي، دا قاضي د شنبې په ماښام د لمانځه له ادا كولو وروسته د مركز چاريكار ښار په مربوطاتو كې د نامعلومو موټرسايكل سپرو وسله والو له لوري ووژل شو.
هغې كليد ته وويل، پوليسو د پېښې په تړاو څېړنې پيل كړې دي.
د پروان اوسېدونكي هلته د امنيتي حالت خرابېدو او د ترورونو زياتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له ولايتي ادارې غواړي، چې په دې برخه كې جدي اقدامات وكړي.
د والي ويانده وحيده شهكار په پروان كې د نامسووله وسله والو شتون تاييدوي، خو په وينا يې، اوسمهال د دغو كسانو تګ راتګ كم شوى دى.
دې زياته كړه، په ياد ولايت كې ډېرى ترورونه د كورنيو ستونزو او شخصي دښمنيو له كبله كېږي.
د پروان ولايتي چارواكي وايي، هلته د امنيه قوماندانۍ له لوري څو وارې ځانګړي عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې وسله وال غله، يوه اندازه وسلې او نور پوځي تجهيزات نيول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA