د ننګرهار د ملي امنيت ځواکونو په تېره يوه اونۍ کې په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو په مهال اته تنه مجرمين او ۱۰ زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.
ياد رياست نن په يوه خبري ناسته کې د خپلې تېرې يوې اونۍ لاسته راوړنې رسنيو ته وښودې.
په دې اړه په جوړ شوي خبري کنفرانس کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، له پاكستانه افغانستان ته دا راوړل شوي چاودېدونکي توکي د ملي امنيت ځواکونو د روداتو ولسوالۍ اړوند په يوه ټېلر موټر کې ونيول او په تړاو درې كسان هم نيول شوي دي.
والي زياته کړه، دغه راز د ملي امنيت ځواکونو په دور بابا ولسوالۍ کې يو تن له ۱۰ ميله تومانچو او ۲۰ شاجورونو سره يو ځاى نيولى دى.
د مياخېل په خبره، يادو ځواكونو په جلال اباد ښار كې د داعش ډلې يو فعال غړى هم نيولى او په تېره يوه اونۍ كې يې په سره رود ولسوالۍ كې د بېلابېلو عملياتو په مهال ۱۴ فيره د هاوان مرمۍ ترلاسه كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ