ads

په شمالي کوريا کې د توغنديو پټه اډه موندل شوې

د امريکا د ستراتېژيکو او نړيوالو مطالعاتو مرکز يا سي اېس آی اېس وايي، په شمالي کوريا کې يې د توغنديو يوه داسې اډه موندلې، چې تر دې مهاله يې په اړه معلومات نه و ورکړل شوي.

نویسنده: mayar
28 سلواغه 1397
په شمالي کوريا کې د توغنديو پټه اډه موندل شوې

د امريکا د ستراتېژيکو او نړيوالو مطالعاتو مرکز يا سي اېس آی اېس وايي، په شمالي کوريا کې يې د توغنديو يوه داسې اډه موندلې، چې تر دې مهاله يې په اړه معلومات نه و ورکړل شوي.
د دغه مرکز په خبره، دا اډه د غيرې پوځي شوې سيمې په ۲۵۰ کيلو مټرۍ کې شمال لور ته پرته ده.
د امريکا د ستراتېژيکو او نړيوالو مطالعاتو مرکز اړوند سپوږمکۍ هغه انځورونه خپاره کړي، چې په ياده سيمه کې تر ځمکې لاندې تاسيسات ښيي.
سي اېس آی اېس ويلي، دغه اډه، چې سانګ نام ني نومېږي، داسې بالسټيک توغندي لري، چې کولای شي په جاپان او ګوام ټاپو کې امريکايي هدفونه په نښه کړي.
د دې مرکز په وينا، دا اډه د تېر ميلادي کال تر ډسمبر پورې فعاله وه.
سي اېس آی اېس يوه مياشت وړاندې هم ويلي و، چې د شمالي کوريا په شمال لوېديځ کې يې د توغندويي سيسټمونو د پراخولو يوه اډه موندلې، خو هغه مهال د دغه هېواد چارواکو دغسې څه رد کړي و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA