ads

په دايکندي کې د يوه ښوونځي مديرې ځانوژنه وکړه

د دايكندي په مركز كې د يوه منځني ښوونځي مديرې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانوژنه كړې ده.

نویسنده: mayar
28 سلواغه 1397
په دايکندي کې د يوه ښوونځي مديرې ځانوژنه وکړه

د دايكندي په مركز كې د يوه منځني ښوونځي مديرې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانوژنه كړې ده.
د دايكندي د ښځو چارو رئيسه ذكيه رضايي وايي، ۲۵ كلنې بي بي شاه د كورني تاوتريخوالي له كبله ځان ځوړند كړى او جسد يې د څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدل شوى دى.
هغې كليد ته وويل، پر بي بي شاه مين ځوان څو وارې له نوموړې سره د واده كولو غوښتنه كړې وه، خو د بي بي شاه كورنۍ نه وه منلې.
پر يادې پېغلې مين ځوان هم څه موده وړاندې د ځانوژنې هڅه كړې وه، خو ژغورل شوى و.
سږ كال د دايكندي د ښځو چارو په رياست كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۱۶۰ پېښې ثبت شوي، چې د تېر كال په پرتله زياتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA