ads

جمهور رئيس غني د امريكا له مرستيال جمهور رئيس سره وليدل

د امريكا مرستيال جمهور رئيس مايك پنس وايي، هېواد يې ژمن دى، چې افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو لپاره د امن ځاى بدلولو ته پرې نږدي.

نویسنده: mayar
28 سلواغه 1397
جمهور رئيس غني د امريكا له مرستيال جمهور رئيس سره وليدل

د امريكا مرستيال جمهور رئيس مايك پنس وايي، هېواد يې ژمن دى، چې افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو لپاره د امن ځاى بدلولو ته پرې نږدي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، نوموړي دا خبره تېر مازديګر له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د مونيخ امنيتي كنفرانس په څنډه كې د ليدنې په مهال وكړه.
پنس په دې ليدنه كې د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو او ټاكنيزو اصلاحاتو په برخو كې د جمهور رئيس غني اقدامات وستايل او ويې ويل، امريكا د افغانستان د راتلونكي كال د جمهوري رياست د ټاكنو هراړخيز ملاتړ كوي.
بل پلو جمهور رئيس غني وويل، د متحدو ايالتونو د جنوبي اسيا ستراتېژۍ وضعيت ښه كړى دى.
د هغه په وينا، د دغې ستراتېژۍ په عملي كېدو سره په افغانستان كې روانه جګړه نوره د امريكا جګړه نه ده او افغان ځواكونه د يوه ازاد هېواد او د نړۍ د امنيت د ټينګښت لپاره مبارزه كوي او قرباني وركوي.
نوموړى وايي، اړتيا ده، چې د سولې په تړاو روان بحثونه د يوې تلپاتې سولې د ټينګښت سبب شي.
د يادونې وړ ده، چې جمهور رئيس غني د مونيخ امنيتي كنفرانس په څنډه كې د جرمني له لومړۍ وزيرې، د ناروې له لومړۍ وزيرې، د امريكا د كانګرېس له مشرې او ځينو نورو چارواكو سره هم پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېد.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA