ads

په امريكا كې بېړنى حالت اعلان شو

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له مکسيکو سره پر پوله د سرحدي دېوال د جوړولو لپاره بېړنى حالت اعلان کړى دى.
په داسې حال كې، چې کانگرېس د ټرمپ غوښتنه نه ده منلې، د بېړني حالت اعلان ده ته د دې اجازه ورکوي، چې د اړتيا وړ پيسې له نورو سرچينو ترلاسه کړي.

نویسنده: mayar
27 سلواغه 1397

کانګرېس د ياد كار لپاره منلې، چې جمهور رئيس ته يو اعشاريه څلور ميليارده ډالر ورکړي، خو ټرمپ د خپل دغه پلان لپاره له کانګرېسه پنځه اعشاريه اووه ميليارده ډالر غوښتي وو.
ټرمپ په ۲۰۱۶م ميلادي كال كې د جمهوري رياست په ټاكنيز کمپاين کې له خپلو پلويانو سره ژمنه کړې وه، چې د بريا په صورت کې به د امريکا او مکسيکو پر ګډه پوله کانکرېټي دېوال جوړ کړي.
نوموړي هغه مهال دا ژمنه هم کړې وه، چې د دېوال پېسې به له مکسيکو اخلي.
ټرمپ امريکا ته د غيرې قانوني کډوالو د ورتګ د مخنيوي په هدف د دېوال جوړول ضروري بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA