د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت كې يوه کس، چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعاليت كوي، د خپلو نورو ملګرو په مرسته له دولت سره د همکارۍ په تور د چړې په وسيله د خپل پلار مرۍ پرې کړې او وژلى يې دى.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان ملک زين الله کليد ته وويل، پېښه د جمعې په شپه د مرکز ترينکوټ په خانقې سيمه كې، چې د وسله والو مخالفينو تر كنټرول لاندې ده، رامنځته شوې.
د سيمې اوسېدونكي هم وايي، طالبانو په خانقې سيمه كې د حاجي سلام په نوم د يوه كس سر ځكه غوڅ کړى، چې له دولت سره يې اړيکې درلودې.
دوى زياتوي، وژل شوي کس ۹۲ کاله عمر درلود او طالبانو په جومات کې د لمانځه تر ادا کولو وروسته د چړې په واسطه وژلى دى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغو ادعاوو په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ