د ايران د سپاه پاسداران قوماندان پاكستاني امنيتي ځواكونه د دې هېواد په سيستان او بلوچستان ولايت كې د ايراني سرحدي ځواكونو پر موټر د وروستي ځانمرګي بريد له عاملينو په ملاتړ تورن كړل.
محمد علي جعفري نن جيش العدل ډلې ته په اشارې، چې د ياد ځانمرګي بريد مسووليت يې منلى وويل، د پاكستان حكومت، چې دغې ډلې او اسلام ته خطرناكو عناصرو ته يې پناه وركړې، بايد د دې پېښې په اړه ځواب ووايي.
د نوموړي په خبره، كه اسلام اباد د زاهدان د تروريستي پېښې عاملين مجازات نه كړي، له جيش العدل ډلې د خپل ملاتړ د پايلو شاهد به واوسي.
د تېرې چهار شنبې په ورځ په سيستان او بلوچستان ولايت كې ځانمرګي بريد ۲۷ ايراني سرحدي سرتېري ووژل.