ads

امريكا له پاكستانه د تروريستي ډلو د ملاتړ او مركزونو بندولو غوښتنه وكړه

امريکا له پاكستانه ژر تر ژره د تروريستي ډلو د ملاتړ او مركزونو بندولو غوښتنه كړې او ويلې يې دي، چې د دې ډلو اساسي هدف په سيمه کې د تاوتريخوالي، ګډوډۍ او بې امنيتۍ خپرول دي.

نویسنده: mayar
27 سلواغه 1397
امريكا له پاكستانه د تروريستي ډلو د ملاتړ او مركزونو بندولو غوښتنه وكړه

امريکا له پاكستانه ژر تر ژره د تروريستي ډلو د ملاتړ او مركزونو بندولو غوښتنه كړې او ويلې يې دي، چې د دې ډلو اساسي هدف په سيمه کې د تاوتريخوالي، ګډوډۍ او بې امنيتۍ خپرول دي.
د سپينې ماڼۍ لخوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، متحده ايالات هغه وحشي تروريستي بريد په کلکه غندي، چې يوې تروريستي ډلې، چې اډه يې په پاکستان کې ده، پر هندي سرتېرو وكړ.
په هندي کشمير کې د پنجشنبې په ورځ د هند د پوځ د ملېشه ځواكونو پر کاروان موټربم ځانمرګي بريد، چې مسووليت يې په پاكستان كې مېشتې د جيش محمد په نوم سختدريځې ډلې منلى، ۴۰ هندي سرتېري ووژل او ۴۴ تنه نور يې ټپيان كړل.
واشنګټن وايي، داسې تروريستي بريدونه د ترهګرۍ په ضد د ګډې مبارزې او زياتې همکارۍ لپاره د هند او امريکا ژمنې ځواكمنوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA