په امريكا كې بېړنى حالت اعلان شو

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له مکسيکو سره پر پوله د سرحدي دېوال د جوړولو لپاره بېړنى حالت اعلان کړى دى.
په داسې حال كې، چې کانگرېس د ټرمپ غوښتنه نه ده منلې، د بېړني حالت اعلان ده ته د دې اجازه ورکوي، چې د اړتيا وړ پيسې له نورو سرچينو ترلاسه کړي.