د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند بهسودو پل ته څېرمه تېر ماښام شپږ بجې او ۲۰ دقيقې په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوو چادېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
سرچينه وايي، د چاودنې له كبله درې ملکي وګړي ټپيان شوي، چې د يوه روغتيايي حالت نازك دى.
د سرچينې په وينا، د پېښې ټپيان د درملنې په هدف روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.