د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د ۳۷ وسله والو مخالفينو د وژلو، ۱۰ تنو د ټپي كولو او څلورو نورو د نيولو ادعا كړې ده.
دغه وزارت نن په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هوايي ځواكونو په ملاتړ د لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پروان، غزني، کندهار، اروزګان، سرپل، بلخ، تخار او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ