ads

جنرال جرئت دولت ته دوه پوځي موټرونه وسپارل

د كورنيو چارو وزارت د جمهور رئيس پخواني سلاكار او د ملي امنيت شورا پخواني مرستيال جنرال دين محمد جرئت ته درې ورځې وخت وركړى و، ترڅو ورسره د دې وزارت اړوند نظامي وسايل او وسلې دولت ته تسليم كړي، خو نوموړي په ياده موده كې يوازې دوه هاموې موټرونه، دوه ميله دهشكې او ۲۰۰۰ فيره مرمۍ بېرته دولت ته سپارلې دي.

نویسنده: mayar
26 سلواغه 1397

د كورنيو چارو وزارت تېره شپه په يوه خبرپاڼه كې ويلي، جرئت ورسره ژمنه كړې، چې پاتې تجهيزات او وسايط به راتلونكې اونۍ ور وسپاري.
دا وزارت ټينګار كوي، چې د امنيت ټينګښت او د قانون پلي كول د پوليسو دنده ده او دغه ځواكونه مكلف دي، چې قانون پر ټولو يو شان پلى كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA