په تېرو دوو اونيو كې په ننګرهار كې دوه ځانمرګي بريد كوونكي، له چاودېدونکو توکو ډک دوه واسکټونه، لسګونه ميله بېلابېل ډوله وسلې او سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مسوولينو نيول شوي كسان او تجهيزات د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وښودل.
د دغه ولايت امنيه قوماندان غلام سنايي ستانکزي وويل، نيول شوو ځانمرګو بريد كوونكو په جلال اباد ښار كې پر يوې ادارې د بريد پلان درلود، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ونيول شول.
د عبدالله په نوم يو تن نيول شوى ځانمرګى بريد كوونكى، چې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي، په جلال اباد ښار كې د ځانمرګي بريد د ترسره كولو لارښوونه ورته شوې وه.
د ننګرهار امنيه قوماندان همدارنګه وويل، په تېرو دوو اونيو كې يې په دې ولايت كې د عملياتو په مهال ۲۶۲ ميله بېلابېل ډوله وسلې او ۱۶۶۲ کيلو ګرامه نشه يي توکي هم نيولي، چې په تور يې ۳۱ کسان نيول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ