روسيې او ترکيې د سوريې په ادليب ښار کې د امنيت پر ټينګښت او ثبات راوستلو هوکړه وکړه.
د دواړو هېوادونو د دفاع وزيران پرون په انقره کې تر خبرو وروسته دې هوکړې ته ورسېدل.
دواړو لورو پرېکړه کړې، چې په ادليب کې دې يوه غيرې نظامي سيمه رامنځته شي.
ترکيې منلې، چې هيئت تحرير الشام ډله بې وسلې کړي او روسيه هم هلته عمليات را کموي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ايران، ترکيې او روسيې جمهور رئيسان په سوچي ښار کې سره وګوري او د سوريې پر وضعيت خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ