ads

اسراييل پر سوريې توغندويي بريدونه كړي

اسراييل پرون د سوريې د القُنَيطِره ولايت پر يو شمېر سيمو توغندويي بريدونه کړي دي.
د سوريې دولتي سرچينو رسنيو ته ويلي، دغه بريدونه پر يوه ويجاړ روغتون او د سوريايي ځواکونو پر بنسټونو شوي، خو هېڅ ډول زيان نه لري.

نویسنده: mayar
23 سلواغه 1397
اسراييل پر سوريې توغندويي بريدونه كړي

اسراييل پرون د سوريې د القُنَيطِره ولايت پر يو شمېر سيمو توغندويي بريدونه کړي دي.
د سوريې دولتي سرچينو رسنيو ته ويلي، دغه بريدونه پر يوه ويجاړ روغتون او د سوريايي ځواکونو پر بنسټونو شوي، خو هېڅ ډول زيان نه لري.
بل پلو داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې په دې بريدونو کې د لبنان د حزب الله ډلې يو شمېر هدفونه په نښه شوي دي.
اسراييل ډېرى وخت پر سوريې دا ډول بريدونه ترسره کوي او استدلال يې دا دى، چې په دغو بريدونو سره غواړي په دې هېواد کې د ايران د پراخ نفوذ مخه ونيسي.
يوه لوړپوړي اسراييلي چارواکي د تېر ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې وويل، په تېرو دوو کلونو کې اسراييلو پر سوريې شاوخوا ۲۰۰ توغندي توغولي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA