د لوګر امنيتي چارواكي په دغه ولايت كې د يوه ځانمرګي بريد كوونكي او له چاودېدونكو توكو د يوه ډك موټر د نيولو خبر وركوي.
د لوګر امنيه قوماندان محمد ابدالي خبريالانو ته وويل، دا ځانمرګى بريد كوونكي تېره شپه ۱۱ بجې د كشفي ارګانونو د پخوانيو معلوماتو پر بنسټ له يوه كرولا ډوله موټر سره يو ځاى، چې په كې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى شوي وو، ونيول شو.
د امنيتي چارواكو په وينا، نيول شوي كس غوښتل په كابل ښار كې تروريستي بريد ترسره كړي او په ياد موټر كې د كابل په لور روان و، چې پوليسو ونيوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ