ads

په فارياب کې ورور خپله ځوانه خور ووژله

د فارياب امنيتي مسوولين په دې ولايت كې د خپل ورور له لوري د زهرا په نوم د يوې ۲۰ كلنې ښځې د وژل كېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
21 سلواغه 1397
په فارياب کې ورور خپله ځوانه خور ووژله

د فارياب امنيتي مسوولين په دې ولايت كې د خپل ورور له لوري د زهرا په نوم د يوې ۲۰ كلنې ښځې د وژل كېدو خبر وركوي.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش وايي، دا ښځه پرون له غرمې وروسته د مركز ميمنې ښار د څلورمې ناحيې په خواجه پايتخت سيمه كې په خپل كور كې وژل شوې ده.
نوموړي له كليد سره په خبرو كې زياته كړه، د نور محمد په نوم د دغې ښځې ورور د چاقو په وسيله د خپلې خور تر وژلو وروسته له سيمې تښتېدلى او د پوليسو تر تعقيب لاندې دى.
يورش د پېښې د انګېزې په اړه څه ونه ويل.
د فارياب د عامې روغتيا رياست مسوولين بيا وايي، د عدلي طب د څېړنو له مخې، د يادې ښځې پر بدن د چاقو د ۱۱ وارونو نښې موجودې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA