ads

ټرمپ پر ډيموکراټانو نيوكې وكړې

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، که د ۲۰۱۶م ميلادي کال د جمهوري رياست په ټاکنو کې ډيموکراټان بريالي شوي وای، د دغه هېواد اقتصاد به اوس هم د رکود په حال کې و.

نویسنده: mayar
21 سلواغه 1397
ټرمپ پر ډيموکراټانو نيوكې وكړې

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، که د ۲۰۱۶م ميلادي کال د جمهوري رياست په ټاکنو کې ډيموکراټان بريالي شوي وای، د دغه هېواد اقتصاد به اوس هم د رکود په حال کې و.
نوموړي په يوه ټويټ کې پر ډيموکراټانو نيوکه او ادعا يې کړې، دوی خپله پوهېږي، چې د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې هم نه شي بريالي کېدای.
ټرمپ د امريکا د کانګرېس پر ډيموکراټو غړو هم نيوکه کړې او ويلي يې دي، تېره ورځ ډيموکراټانو بيا شرارت وکړ، د ډېرو خلکو په وړاندې يې سره کارتونه وکارول په داسې حال کې، چې جمهوري غوښتونکو هېڅکله داسې کار نه و کړی.
د امريکا په کانګرېس کې ډيموکراټان اکثريت دي.
د ټرمپ په وينا، که څه هم د بارک اوباما د واكمنۍ په مهال په امريکا کې دندې په رکود کې وې، خو اوس بېرته د دې هېواد اقتصادي وضعيت په ښه کېدو دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA