د عراق د پارلمان د امنيت او دفاع کمېسيون اعلان وکړ، چې تر دې مهاله ۷۰ عراقي استازو له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول د امريکايي سرتېرو د وتلو طرحه لاسليک کړې ده.
د دې کمېسيون د اعلان له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو دوو ورځو کې د عراق پوځ په دغه هېواد کې د امريکايي اډو او سرتېرو د شمېر په تړاو بشپړ راپور پارلمان ته وړاندې کړي.
د ياد کمېسيون رئيس مهدي تقي وويل، که د پوځ مشر عثمان الغانمي او د ټولو وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان عادل عبدالمهدي په دې تړاو بشپړ راپور پارلمان ته وړاندې کړي، دوی به دغه دواړه پارلمان ته د استجواب لپاره ور وغواړي.


