د کانګو ډيموکراټيک جمهوريت په تشيکاپا سيمه كې د بنديانو د تېښتې او نښتې په پېښه کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاسايي زندان مدير ويلي، دوی د بنديانو د تېښتې د مخنيوي په هدف په ډزو کې نهه بنديان وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي.
د نښتې په مهال دوه پوليس او دوه ملکيان هم وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، له ياد زندانه ۶۰ زندانيان په تېښته بريالي شول.
پوليسو ويلي، د ۱۶ زندانيانو د تېښتې مخه يې نيولې ده.
کانګو د مساحت له اړخه د افريقا په کچه دوهم او د نړۍ په کچه ۱۱م لوی هېواد دی، چې د ډېر فقر او اداري فساد له کبله له لوړې کچې جرمونو سره مخ دى.


