ترکيې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د چين په شمال کې د اويغور مسلمانانو د تراژيدۍ په پای ته رسولو کې کوټلي ګامونه واخلي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند حامي آکسوی وايي، دوی له چينه غواړي، چې د اويغور مسلمانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د نوموړي په خبره، دوی دغه راز له نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتنه كوي، چې په سينکيانګ کې انساني تراژيدۍ ته د پای ټکی کېږدي.
د ترکيې حكومت د اويغور سندرغاړي عبدالرحيم حيات د وژل کېدو په غبرګون کې ويلي، چين بايد هغه کمپ وتړي، چې په كې شاوخوا يو ميليون اويغور مسلمانان په زور مېشت شوي دي.
چين ادعا لري، چې په دې کاري کمپ کې اويغوريانو ته روزنه ورکوي او هدف يې د ترهګرۍ مخنيوی دی.
خو انقره وايي، بيجينګ هڅه کوي په دې کمپ کې مېشت ترک نژادي اويغور مسلمانان کډوالۍ ته اړ کړي او يا يې مغزونه ومينځي.


