ads

په فارياب كې د يوه ماشوم د تښتولو په تړاو پنځه كسان ونيول شول

امنيتي ځواكونو د فارياب په مركز ميمنې ښار كې د يوه ماشوم د تښتولو په تړاو د څلورو ښځو په ګډون پنځه كسان نيولي دي.

نویسنده: mayar
20 سلواغه 1397
په فارياب كې د يوه ماشوم د تښتولو په تړاو پنځه كسان ونيول شول

امنيتي ځواكونو د فارياب په مركز ميمنې ښار كې د يوه ماشوم د تښتولو په تړاو د څلورو ښځو په ګډون پنځه كسان نيولي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، دا درې مياشتنى ماشوم درېيو ښځو تېره چهار شنبې تښتولى و، چې د همدې ورځې په مازديګر امنيتي سرتېرو د پېښې په تړاو دوه ښځې ونيولې.
د هغه په وينا، دوه نورې ښځې او يو سړى د جمعې په مازديګر د ميمنې ښار د لومړۍ ناحيې د استوګنې په يوه كور كې ونيول شول او تښتول شوى ماشوم يې له منګولو وژغورل شو.
تېره چهار شنبې درېيو ښځو، چې ځانونه يې د مرستندويه موسسې كاركوونكې معرفي كړې وې، ياد ماشوم له كورنۍ وتښتاوه.
نيول شوو كسانو اعتراف كړى، چې دغه ماشوم يې د پلورلو په هدف تښتولى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA