ads

په خوست کې د فوټبال سياليو اتلولي نبي لوبډلې وګټله

په خوست کې د فوټبال هغه سيالۍ، چې شاوخوا دوه نيمې مياشتې وړاندې پيل شوې وې، د نبي لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېدې.

نویسنده: mayar
20 سلواغه 1397
په خوست کې د فوټبال سياليو اتلولي نبي لوبډلې وګټله

په خوست کې د فوټبال هغه سيالۍ، چې شاوخوا دوه نيمې مياشتې وړاندې پيل شوې وې، د نبي لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېدې.
د خوست د فوټبال فدراسيون مسوول عبدالفتاح واکمن کليد ته وويل، په دې سياليو کې ۴۴ لوبډلو ګډون کړى و، چې په پايلوبه کې نبي لوبډلې د متون بابا لوبډلې ته په پينالټيو وهلو سره ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې وګاټه.
د واکمن په خبره، له سياليو يې هدف د لوبغاړو پياوړتيا او د خوست د فوټبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيدا کول وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA