ads

د افغانستان د كركټ اېلېون لوبډلې له کرناټاکه اېلېون لوبډلې ماتې ومنله

له درېيو پرله پسې برياوو وروسته د افغانستان د كركټ اېلېون لوبډلې تېره ورځ په هند كې له کرناټاکه اېلېون لوبډلې د ۴۵ منډو په توپير ماتې ومنله.
کرناټاکه لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ۴۹ اعشاريه يو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۵۹ منډو هدف وټاکه.

نویسنده: mayar
20 سلواغه 1397

يادې لوبډلې ته شَرَت ۴۹ او منوج ۴۳ ډېرې منډې وکړې.
د افغان توپ اچوونکو له ډلې افتاب عالم او کريم جنت درې – درې او سيد شېرزاد دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۵ اعشاريه دوه اورونو کې وسوځېدل او ۲۱۳ منډې يې جوړې كړې.
اکرام علي خېل ۵۷، کريم جنت ۴۱، رحمت شاه ۲۷، نجيب ځدراڼ ۲۳، سميع الله شينواري ۲۳ او حشمت الله شهيدي ۱۴ منډې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبغاړي د هند په بنګلور ښار کې د ايرلنډ په وړاندې او د كركټ د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف پر تمرينونو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA