د داعش ډلې مشر ابوبكر البغدادي له يوې كودتا، چې ويل كېږي د هغه د باور وړ بهرنيو جنګياليو له لوري پلان شوې وه، روغ وتلى دى.
ګارډين ورځپاڼې د استخباراتي سرچينو له قوله راپور وركړى، چې دا كودتا د تېرې جنوري مياشتې په ۱۰مه نېټه د عراق پولې ته نېږدې د سوريې په هجين ښار كې د البغدادي په پټنځاى كې شوې ده.
استخباراتي سرچينو ويلي، د كودتا كوونكو داعشيانو او د البغدادي د ساتونكو ترمنځ په جګړه كې دوه تنه ووژل شول.
دا په داسې حال كې ده، چې داعش ډلې د خپل بهرني جنګيالي ابو معاذ الجزايري د وژلو لپاره، چې ښايي د دې كودتا اصلي طرحه كوونكى وي، جايزه ټاكلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


