د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي كوريا له مشر كيم جونګ اون سره به يې دوهمه ليدنه د روانې فبروري مياشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د ويتنام په پايتخت هانوى كې ترسره شي.
نوموړي نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، استازي يې له شمالي كوريا د ليدنې په مهال د دغې غونډې په اړه هوكړې ته ورسېدل.
د ټرمپ په خبره، استازو يې له يوه ډېر ګټور ملاقات وروسته شمالي كوريا پرېښوده.
هغه ويلي، د كيم تر رهبرۍ لاندې دا هېواد به په يوه لوى اقتصادي ځواك ځاى بدل شي.
ټرمپ او كيم په لومړي ځل د تېر ميلادي كال په جون مياشت كې په سينګاپور كې سره وليدل او د كوريا ټاپو وزمې پر غيرې اټومي كولو يې بحث وكړ.


