د سالنګ لويه لار له څلور ورځني بندښت وروسته بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي كليد ته وويل، دا لاره د پنجشنبې په ماښام د ناروغ لرونكو كسانو لپاره په موقتي توګه پرانيستل شوه، خو د سختو طوفانونو له كبله بېرته وتړل شوه.
د نوموړي په خبره، نن سهار د لارې د پاكولو كار بېرته پيل شو او شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې ياده لار په بشپړ ډول د ټرافيكو پرمخ خلاصه شوه.
بايد وويل شي، چې د سالنګ لويه لار د درنې واورې ورېدنې له كبله د دوشنبې له شپې راهيسې د ټرافيكو پرمخ بنده وه.
د يادونې وړ ده، چې په ژمي کې پر دې لارې تګ راتګ ستونزمن او له خطرونو سره مخ وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ