96
۱۷ سلواغه ۱۳۹۷
لیکونکی: آغاجان صالح

لاريون کوونکي: هېچا ته به اجازه ور نه کړو چې افغان پوځ له منځه يوسي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې سلګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو، معلولینو، مدني فعالانو او ځايي اوسېدونکو د يو لاريون پرمهال له افغان ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.
لاریون کوونکو د افغان ځواکونو په ملاتړ شعارونه هم ورکول، دوی د افغان ځواکونو په اړه د وسله والو طالبانو د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود او وویل هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې اوسنی پوځي ځواک له منځه یوسي.
لاریون کوونکو د جمهور رییس محمد اشرف غني له لوري د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې ستایي او په هیواد کې د بین الافغاني سولې غوښتنه کوي، دوی په هیواد کې روانه جګړه په افغانانو تپل شوې وبلله او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل چې د نورو په لمسون پیل کړې جګړې ودروي.
لاريون کوونکو د هیواد ځینې ګاونډيان په خاص ډول پاکستان او ایران تورن کړل، چې د افغان سولې په برخه کې خنډونه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو په ملاتړ لاریونونه شوي او د وسله والو طالبانو د قطر دفتر د پخواني مشر او اوسني غړي شيرمحمد عباس ستانکزي هغه خبرې يې غندلې چې د افغان ځواکونو د مدغم کېدو په تړاو یې کړې وې.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *