تاوده بحثونه

518
۱۷ سلواغه ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت الله مایار

طالبانو د واک د نه احصار په تړاو ډاډ ورکړ


د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، دوی د واک د انحصار په لټه کې نه دي، بلکې غواړي له نورو افغانانو سره په تفاهم حکومت کې برخه واخلي. نوموړي تېر ماښام د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې ته وويل، دوی له هېواده بهر اجنډا نه لري خو له اسلامي ارزښتونو سره سم د نظام جوړول خپل حق بولي. هغه زیاته کړه، دوی د مسالې سیاسي حل غواړي او دې برخه کې یې د قطر دفتر تر ټولو غوره مثال دی.
نوموړی وایي چې سیاسي دفتر یې امریکا سره هم پرلپسې غونډې کړې دي او دا خبرې د تېرې ادارې په وخت کې پیل شوې وې.
هغه وویل، له امریکایي لوري سره یې په وروستیو خبرو کې پر دوو مهمو مسایلو خبرې کړې دي چې لومړی یې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او دویم هغه یې له افغانستانه نورو هېوادونو ته زیان نه اړول وو، چې په خبره یې ښه پرمختګونه پکې شوي دي. عباس د امارت د اعلاميې د لوستلو پر مهال وویل، سوله لومړیتوب دی او له سولې پرته هر اړخیز پرمختګ ناشونی دی. دوی سولې ته کلکه اراده لري او له مقابلو لورو هم هیله لري چې له پروژو تېر او صادقانه کار وکړي. عباس تور لیست، له بنده د طالب زندانیانو نه ازادېدل او ځینې نور موضوعات د سولې برخه کې خنډونه وبلل. له بل لوري دې غونډې ته د پخواني جمهور رييس حامد کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني په خپلو خبرو کې وويل، تېرو تجربو ته په پام باید د جګړو پر ځای ټول مسایل د خبرو له لارې حل شي، نه له نظامي لارو چارو.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *