نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يو پوليس وژلى او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا پېښه نن سهار شپږ بجې او ۲۰ دقيقې د جلال اباد ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، وسله والو كسانو د وژل شوي پوليس وسله له ځانونو سره وړې ده.
خوږياڼي زياته كړه، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
پر ياد پوليس د بريد مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ