د فرانسې د اورلګېدنې د مخنيوي ادارې اعلان کړی، چې په پاريس کې په يوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له کبله اووه تنه وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، تر دې مهاله د دغې اورلګېدنې اصلي علت نه دی څرګند شوی او په پېښه کې د دوو اور وژونکو په ګډون ۲۴ تنه ټپيان شوي هم دي.
د فرانسې د اورلګېدنې د مخنيوي ادارې وياند کلمان کنيون وويل، د ژغورنې عمليات پراخ وو، ځکه يو شمېر کسانو د ودانۍ بام ته پناه وړې وه.
د اور وژنې په دې عملياتو کې ۲۰۰ اور وژونکو برخه اخيستې وه.


