ads

سي اېن اېن: سعودي امريکايي وسلې القاعده شبكې ته سپارلې دي

امريکايي ټلويزيوني شبکې سي اېن اېن خبر ورکړی، سعودي عربستان هغه امريکايي وسلې، چې په يمن کې د جګړې لپاره يې له متحدو ايالتونو ترلاسه کړې وې، د القاعدې شبكې د وسله والو په واک کې ورکړې دي.

نویسنده: mayar
16 سلواغه 1397
سي اېن اېن: سعودي امريکايي وسلې القاعده شبكې ته سپارلې دي

امريکايي ټلويزيوني شبکې سي اېن اېن خبر ورکړی، سعودي عربستان هغه امريکايي وسلې، چې په يمن کې د جګړې لپاره يې له متحدو ايالتونو ترلاسه کړې وې، د القاعدې شبكې د وسله والو په واک کې ورکړې دي.
د سي اېن اېن د څېړنې له مخې، دا ډول ډېرې وسلې حوثي وسله والو، چې په يمن کې د سعودي ايتلاف په وړاندې مبارزه كوي، هم ترلاسه كړې دي.
د څېړنې پر بنسټ، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د يمن د قبايلي وګړو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هغوی ته هم دغه وسلې سپارلې دي.
سي اېن اېن وايي، د پنټاګون يوه چارواکي تاييد کړې، چې په دې تړاو واشنګټن هم څېړنې پيل کړي او داسې راپورونه ور رسېدلي، چې د امريکا په لاس جوړې شوې وسلې په يمن کې يو شمېر ډلو ته وركړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA