ads

ايران له اروپا سره پر يوه جوړوونکي تعامل ټينګار وکړ

ايران د اروپا د هغې پرېکړې هرکلی كړى، چې له تهران سره به خپلې سوداګريزې اړيکې وساتي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د دغې پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ پر يو شمېر منفي ټکو نيوکه هم شوې ده.

نویسنده: mayar
16 سلواغه 1397
ايران له اروپا سره پر يوه جوړوونکي تعامل ټينګار وکړ

ايران د اروپا د هغې پرېکړې هرکلی كړى، چې له تهران سره به خپلې سوداګريزې اړيکې وساتي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د دغې پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ پر يو شمېر منفي ټکو نيوکه هم شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ د راکړې ورکړې وروستۍ تجربې ښيي، چې د دواړو لورو ترمنځ ډېر فرصتونه او ظرفيتونه شته، چې بايد ګټه ترې واخيستل شي.
ايران همدارنګه په خبرپاڼه کې د خپلو دفاعي وړتياوو پر لوړولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې په دې تړاو له هېچا سره د خبرو کولو اړتيا نه ويني.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، ايران له ګڼو ګواښونو سره مخ دی، نو له همدې کبله به د خپلو دفاعي وړتياوو لوړولو ته دوام ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA