د هاليووډ مشهوره فلمي لوبغاړې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ښه نيت سفيره انجېلينا جولي په راتلونکو څو ورځو کې بنګله دېش ته سفر کوي او هلته له روهينګيا مسلمانانو سره ګوري.
د راپورونو له مخې، جولي به د بنګله دېش کوکس ښار ته لاړه شي او هلته به د کوتوپالونګ په کمپ کې له ميانماره د تښتېدلو کډوالو له يو شمېر غړو سره وويني.
نوموړې به درې ورځې په بنګله دېش کې وي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې جولي به په دې سفر کې د مسلمانو روهينګيا کډوالو انساني اړتياوې وڅېړي.
هغه به دغه راز په ډاکه کې له يو شمېر بنګله دېشي چارواکو سره هم ليدنې ولري.


