ads

امريکايي سناتورانو ټرمپ ته خبرداری ورکړ

امريكايي سناتورانو جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته خبردارى وركړى، ترڅو چې د القاعده شبكې او داعش ډلې د وړتياوو په تړاو كره څېړنه نه وي شوې، له سوريې او افغانستانه دې د خپلو سرتېرو د ايستلو لپاره بېړه نه كوي.

نویسنده: mayar
16 سلواغه 1397
امريکايي سناتورانو ټرمپ ته خبرداری ورکړ

امريكايي سناتورانو جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته خبردارى وركړى، ترڅو چې د القاعده شبكې او داعش ډلې د وړتياوو په تړاو كره څېړنه نه وي شوې، له سوريې او افغانستانه دې د خپلو سرتېرو د ايستلو لپاره بېړه نه كوي.
د امريكا مشرانو جرګې د دوشنبې په مازديګر په ۷۰ موافقو او ۲۶ مخالفو رايو يو پرېكړه ليك تصويب كړ، چې په كې راغلي، له سوريې او افغانستانه له وخته مخكې د امريكايي سرتېرو وتل به القاعده شبكې او داعش ډلې ته د بيا منظم كېدو موقع برابره كړي.
په پرېكړه ليك كې ويل شوي، اوس هم په دغو دوو هېوادونو كې د متحدو ايالتونو په وړاندې د ترهګرو ډلو ګواښونه موجود دي او جمهور رئيس ټرمپ بايد د القاعده شبكې او داعش ډلې د ماتولو لپاره ستراتېژي جوړه كړي.
د يادونې وړ ده، چې د امريكا جمهور رئيس په يوه تازه ټلويزيوني مركه كې ويلي، د خپلو سرتېرو يوه برخه به په افغانستان كې وساتي او دا ځواكونه به يې په دغه هېواد كې استخباراتي چارې مخته يوسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA