د افغانستان د كركټ اېلېون لوبډلې تېره ورځ د هند په بنګلور ښار کې د رويال چلېنجرز بنګلور د كركټ له اېلېون لوبډلې سره ۲۰ اوريزه تمريني لوبه ترسره کړه او په ۲۸ منډو يې ماتې ورکړه.
د افغانستان د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، افغان لوبډلې په خپله توپوهنه کې د بنګلور لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاكه، چې په توپوهنه کې اصغر افغان ۴۷ ناسوځېدلې، حضرت الله ځاځي ۴۳، سميع الله شينواري ۲۶ او نجيب الله ځدراڼ ۲۱ منډې وکړې.
خو د بنګلور لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او لوبه يې وبايلله.
د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې ظاهر خان پکتين درې، کريم جنت، فريد ملک او شرف الدين يوه – يوه وېکټ ترلاسه کړه.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبغاړي د هند په بنګلور ښار کې پر تمرينونو بوخت دي، چې د تمريني لوبو د پايلو پر بنسټ به د ايرلنډ په وړاندې د ټېسټ، يو ورځنيو او ۲۰ اوريزو لوبو لپاره لوبډلې وټاکل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


