ads

د سالنګ لويه لوره تېره شپه د ټرافيکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لويه لار له تېرې نيمې شپې راهيسې د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.

نویسنده: mayar
15 سلواغه 1397
د سالنګ لويه لوره تېره شپه د ټرافيکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لويه لار له تېرې نيمې شپې راهيسې د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي كليد ته وويل، هلته له تېر ماښام راهيسې له طوفان سره مل واوره ورېدنه دوام لري او د واورې ضخامت شاوخوا ۶۰ سانتي مترو ته رسېدلى دى.
ده زياته كړه، په شمالي سالنګ كې واوره ورېدنه روانه ده او د وړاندوينې له مخې ښايي دا حالت دوه ورځې نور هم دوام وكړي.
د حبيبي په وينا، په شمالي سالنګ كې نن سهار دوه برفكوچونه راغلي، خو تلفات نه لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول وايي، په شمالي سالنګ كې طوفان د دې سبب شوى، چې كاركوونكي يې د لارې پاكولو كار پيل نه كړاى شي او په خبره يې، د هوا له ښه كېدو سره به د سالنګ لويه لار له واورې پاكه او بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شي.
د يادونې وړ ده، چې په ژمي کې پر يادې لارې تګ راتګ ستونزمن او له خطرونو سره مخ وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA