د وينزويلا جمهور رئيس نيکولاس مادورو له هغه وروسته، چې د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ترې د ملاتړ اعلان وکړ، د يوه ليک له لارې له هغه مننه کړې ده.
تر دې وړاندې د حزب الله ډلې مشر هم مادورو ته ليک لېږلی او ټينګار يې کړی و، چې دغه ډله په وينزويلا کې له مادورو خپل ملاتړ څرګندوي او هر ډول مرستې ته چمتو ده.
د وينزويلا جمهور رئيس نيکولاس مادورو له هغه وروسته له ستونزو سره مخ شو، چې په دې هېواد کې يې په وړاندې لاريونونه پيل شول او د پارلمان رئيس خوان ګوايدو ځان لنډمهالی جمهور رئيس اعلان کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


