د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو وايي، ټاکل شوې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ايران، روسيې او ترکيې د مشرانو ترمنځ د روسيې په سوچي ښار کې درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان اعلان وکړ، چې هوډ لري په دې غونډه كې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره وګوري.
ټاکل شوې د دغې ناستې ګډونوال د سوريې په ادليب ولايت کې د تاوتريخوالي د کمولو پر لارو چارو، له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو پر وتلو او يو شمېر نورو مسايلو بحث وكړي.


