واشنګټن پرېکړه وکړه، چې له مکسيکو سره د امريكا پولې ته ۳۷۵۰ سرتېري ولېږي.
د دغو سرتېرو د لېږلو هدف په دې پوله کې د امريکا له ګمرکونو او امنيتي بنسټونو سره مرسته بلل شوې ده.
امريکايي چارواکي وايي، په دې سره به يې له مکسيکو سره په پوله کې د پرتو سرتېرو شمېر ۴۳۵۰ ته لوړ شي.
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون ويلي، دغه سرتېري به په راتلونکو درېيو مياشتو کې له مکسيکو سره پولې ته ولېږل او هلته به نوی اغزن سيم ځای پر ځای شي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه، چې د غيرې قانوني کډوالو د مخنيوي په هدف به له مکسيکو سره پولې ته سرتېري واستوي.


