ads

منظور پښتن: لوڼي د پوليسو د تاوتريخوالي په پايله کې وژل شوی

له هغه وروسته چې پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی محمد ابراهيم لوڼی د پاکستان په بريد کې ووژل شو، د دغه غورځنګ مشر منظور پښتون په يوه محتاطانه غبرګون کې پوليس تورن کړل چې هغه د دوی د تاوتريخوالي په پايله کې وژل شوی دی.

نویسنده: mayar
14 سلواغه 1397

ابراهيم لوڼی چې په ارمان لوڼي هم مشهور و، د بلوچستان په لورلايي کې هغه مهال وژل شوی چې هلته د پښتون ژغورني غورځنګ د پلويانو څلور ورځنی تحصن روان و.
د ابراهيم لوڼي يو شمېر ملګرو رسنيو ته ويلي، پوليسو هغه ته لار نيولې او په قصدي ډول يې وواژه.
د پشتون تحفظ موومنټ يا د پښتو ژغورنې غورځنګ يو بل غړي او د پاکستان د مرکزي اسامبلۍ غړي محسن داوړ بيا په خپل ټوېټر د پوليسو پر ضد د خپلې ثبت کړې عريضې يوه کاپي هم خپره کړې ده.
په دې سند کې ويل شوي چې د عطاء الرحمن ترين په نوم د پوليسو يوه افسر ارمان لوڼی پېژندلی، هغه يې وهلی، وژلی او د روغتون لار يې ورته بنده کړې وه.
ارمان د بلوچستان ايالت د کوېټې په ډګري کالج کې د پښتو ژبې استاد و.
د نوموړي خور وړانګه لوڼۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له فعالو غړو څخه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA