د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې يوه مېرمن ټپي كړې ده.
د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند درمسال ته څېرمه په يوې ريکشې پورې نښلول شوي چسپكي ماين چاودنه کړې ده.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه کې يوه مېرمن ټپي شوې او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د دغې چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ