له امريكا يوه ورځ وروسته د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين اعلان وكړ، چې هېواد يې د منځني واټن ويشتونکو اټومي توغنديو د مخنيوي له تړونه وځي.
پوتين نن د روسيې د دفاع او كورنيو چارو وزيرانو ته خبر وركړى، چې غواړي له دغه تړون څخه بهر شي.
د روسيې جمهور رئيس همدارنګه خپلو وزيرانو ته امر كړى، چې د امريكا له حكومت سره پر بې وسلې كولو خبرې ونه كړي.
بل پلو پوتين له غږه د چټكو توغنديو په ګډون د نويو توغنديو پر توليد د كار پيلولو خبر هم وركړى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكا پرون له روسيې سره له ياد دوه اړخيز تړونه، چې د سړې جګړې په کلونو کې شوی و، د وتلو اعلان وکړ.
واشنګټن وايي، مسكو شپږ مياشتې وخت لري، چې د دې تړون په اړه د خپلو مسووليتونو د سر ته رسولو ډاډ ورکړي، که نه په بشپړ ډول به تړون لغوه کړي.


