د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو په ضد د مبارزې پوليسو په روان ۱۳۹۷يم لمريز كال كې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې له ۳۲۲ تنو سره شاوخوا ۱۲۴۱۵ کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې نشه يي توکو کې هيرويين، تارياک، چرس او نور شامل دي، چې له يادو كسانو سره په ۱۳۹ عرادو موټرونو کې يو ځای نيول شوي دي.
سرچينه وايي، د دغو نشه يي توکو د نيول کېدو په مهال له قاچاق کوونکو ۲۳۸ ميله وسلې او زرګونه فيره مرمۍ او مهمات هم ترلاسه شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د مسوولينو په خبره، سږ کال د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې په ۲۶۲۹۶ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار هم له منځه وړل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ