ads

په امريكا كې سړې هوا ۲۰ كسان ووژل

د امريكا په شمالي او ختيځو سيمو كې بې مخينې سړې هوا ۲۰ كسان وژلي دي.
د هوا سوړوالى، چې تر منفي ۱۷ درجو هم ثبت شوى، په ډېرى زيانمنو شوو ايالتونو كې د پرله پسې درېيو ورځو لپاره د ښوونځيو د رخصتېدو سبب شوى دى.

نویسنده: mayar
12 سلواغه 1397
په امريكا كې سړې هوا ۲۰ كسان ووژل

د امريكا په شمالي او ختيځو سيمو كې بې مخينې سړې هوا ۲۰ كسان وژلي دي.
د هوا سوړوالى، چې تر منفي ۱۷ درجو هم ثبت شوى، په ډېرى زيانمنو شوو ايالتونو كې د پرله پسې درېيو ورځو لپاره د ښوونځيو د رخصتېدو سبب شوى دى.
دا سړه هوا، چې باد هم ورسره ملګرى دى، اوس مهال د امريكا د شمال ختيځو ايالتونو په لور روانه ده او ژر به د ماساچوست ايالت بوسټن ښار ته ورسېږي.
وړاندوينې ښيي، چې راتلونكې اونۍ به هوا بېرته ګرمه شي او د شيكاګو په څېر په يخ ځپلو سيمو كې به مثبت ۱۰ درجو ته ورسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA