ads

د داعش ډلې مشر د سوريې په ديرالزور کې محاصره دی

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د سوريې په ديرالزور ولايت کې د امريکايي ځواکونو له لوري محاصره او کلابند شوی دى.

نویسنده: mayar
8 سلواغه 1397
د داعش ډلې مشر د سوريې په ديرالزور کې محاصره دی

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د سوريې په ديرالزور ولايت کې د امريکايي ځواکونو له لوري محاصره او کلابند شوی دى.
يوه عراقي پوځي مشر العربيه ورځپاڼې ته ويلي، دغه امريکايي ځواکونه له عراقه سوريې ته داخل شوي او البغدادي يې کلابند کړی دی.
دې عراقي قوماندان اټکل کړی، ښايي دا امريکايي سرتېري د هغه کنډک غړي وي، چې په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې يې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد کې وواژه.
د ابوبکر البغدادي اصلي نوم ابراهيم عواد البدري دی، چې په ۱۹۷۱ کال كې د عراق په سامرا ښار کې وزېږېد، هغه په ۲۰۰۲ کال كې د بغداد له پوهنتونه په شريعاتو کې د ماسټرۍ او په ۲۰۱۰ كال كې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.
نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د ابو عمر البغدادي له وژل کېدو وروسته د داعش ډلې مشر وټاکل شو او د دې ډلې نوم يې د عراق او شام اسلامي دولت ته بدل کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA