ads

هندي او پاکستاني سرحدي سرتېرو يو بل ته ګلونه ورکړل

د هند د جمهوريت په ورځ د هند او پاکستان سرحدي سرتېرو پر يو بل د مرميو ورولو پر ځای په واګه بندر کې يو بل ته شيريني او ګلونه ورکړل. د هند د جمهوريت ورځ تاريخي مخينه لري، چې په ۱۹۳۵ ميلادي کال کې په دې ورځ اساسي قانون په دغه هېواد کې د […]

نویسنده: mayar
8 سلواغه 1397
هندي او پاکستاني سرحدي سرتېرو يو بل ته ګلونه ورکړل

د هند د جمهوريت په ورځ د هند او پاکستان سرحدي سرتېرو پر يو بل د مرميو ورولو پر ځای په واګه بندر کې يو بل ته شيريني او ګلونه ورکړل.

د هند د جمهوريت ورځ تاريخي مخينه لري، چې په ۱۹۳۵ ميلادي کال کې په دې ورځ اساسي قانون په دغه هېواد کې د حاکم سند په توګه ومنل شو.

په هند کې دا ورځ په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي او پاکستاني سرتېرو هم د حسن نيت د څرګندولو په هدف له هندي سرتېرو سره روغبړ وکړ او دواړو لورو يو بل ته شيريني او ګلونه ورکړل.

واګه بندر د پاکستان او هند مهمه دروازه ګڼل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA